د هند ساحلي ساتونکي وايي چې د هند له پارادیپ بندر څخه د سينګاپور په لور يوه روانه بېړۍ ډوبه شوې ده.
د مسوولينو په وينا، په بېړۍ کې ۲۰ چینايي، درې میانماري او یو بنګلهدېشي وګړي سپاره وو.
د هند ساحلي ساتونکو قوماندان امیت اونیال ویلي، له بېړۍ سره تر ډوبېدو وروسته اړیکه پرې شوې او د پاتې عملې د موندلو لپاره دوه ژغورونکې کښتۍ سیمې ته استول شوې دي.
د پارادیپ بندر ادارې مسوولينو هم د عملې د خوندیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ژغورنې عملیات به د پاتې کسانو په موندلو کې بریالي شي.

