د فرانسې او بريټانیا ۱۰۲ پخوانیو ډیپلوماټانو په یوه ګډ پرانیستلیک کې له خپلو حکومتونو غوښتي چې پر اسراييلو بندیزونه ولګوي او د فلسطینیانو د حقونو د خوندي کولو لپاره د نړیوالو قوانینو د پليکېدو په برخه کې ګډ اقدام وکړي.
د فرانسې «لومونډ» ورځپاڼې د ياد ليک په حواله ويلي چې فرانسه او بريټانیا باید د فلسطین په اړه د نړیوالو قوانینو د رعایت لپاره ګډ دریځ غوره او د اسراييليانو او فلسطینیانو لپاره د مساوي حقونو ملاتړ وکړي.
دوی د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د کورونو نړول او د اسراييلي مېشتو لهخوا تاوتریخوالی د «توکمیزې تصفیې» له بېلګو بللي او ویلي یې دي چې د اسراييلو روان سیاست د فلسطیني دولت د جوړېدو امکان په دایمي ډول له منځه وړلی شي.
په لیک کې له فرانسې او بريټانیا غوښتل شوي چې له اسراييلو سره د وسلو لېږد او پوځي همکاري ودروي، د اسراييلو اړوند ځینې سوداګریز تړونونه وځنډوي او د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې له اسراييلي مېشت ځایونو سره تړلې سوداګري، پانګونه، بیمه او مالي خدمتونه محدود کړي.
دغو پخوانیو ډیپلوماټانو همداراز د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د بشپړ او بېخنډه رسېدو غوښتنه کړې ده.
د لیک لاسلیک کوونکو کې د ملګرو ملتونو لپاره د بريټانیا پخواني سفیران «جرمي ګرینسټاک او ایمیر جونز پاري» او د فرانسې د منځني ختیځ یو شمېر پخواني لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

