ډېر لوستل شوي

امنیت که د پوځي واک پراخول؟ د راولپنډۍ امنيت ساتل د پاکستان پوځ ته وسپارل شو

«ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د پنجاب د کورنیو چارو ادارې په غوښتنه په راولپنډۍ کې د پوځ د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړې ده.

د حکومت د پرېکړې له مخې، د پاکستان پوځ به په راولپنډۍ کې د «حساسو امنیتي دندو» لپاره ځای پر ځای کېږي او د احتمالي ناوړه وضعیت د مخنیوي او پر وړاندې د چټک غبرګون په موخه به د ښار په حساسو سیمو او مهمو لارو کې امنیتي دندې ترسره کوي.

دا پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې شوې او په دې سيمه کې به د پاکستان پوځيان د شپږو مياشتو لپاره حضور ولري.

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته څېرمه پروت راولپنډۍ د دغه هېواد له مهمو ښارونو څخه دی او د پوځ مرکزي قوماندانۍ هم په همدې ښار کې موقعیت لري.

اړوند خبرونه