د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ځنډ او د دواړو لوريو ترمنځ د روان وضعيت له امله خلیج هېوادونه له لوړو اقتصادي او امنیتي لګښتونو سره مخ دي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه د پوښتنې په بڼه ويلي: “ایا د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه کولی شي د امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماسۍ تشه ډکه کړي او له ایران سره د هرمز تنګي د پرانیستلو او سیمهییز امنیت په اړه خبرې او مذاکرات پیل کړي.”
نوموړي زياته کړې، د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ د یوه احتمالي هوکړې لپاره د خپلواکې سیمهییزې ډیپلوماټیکې هڅې پیلول به د حیرانتیا وړ نه وي او ښايي اوس یې وخت مناسب وي.
د خلیلزاد په وینا، د امریکا لهخوا پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو تګلاره چې نوموړی یې د «اقتصادي منزوي کولو» هڅه بولي، ښايي ایران سخت اغېزمن کړی وي او همدا وضعیت کولی شي د سیمهییزې ډیپلوماسۍ لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پر مخ د پرانیستلو او سیمهییز امنیت په اړه د خلیجي هېوادونو هر ډول ډیپلوماټیک نوښت باید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه ملاتړ ترلاسه کړي.
خلیلزاد همداراز ویلي چې امریکا د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د امنیتي بلاک له جوړېدو ملاتړ کړی او ورته سیمهییزه ډیپلوماټیکه هڅه کولی شي، د هرمز تنګي او سیمهییز امنیت اړوند اساسي ستونزو ته د حل لارې ومومي.

