د ګیني په پلازمېنه کوناکري کې د کثافاتو د یوې سترې ډېرۍ د ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پېښه د یکشنبې په سهار شاوخوا ۲ بجې له سختو بارانونو وروسته شوې چې له امله یې د کثافاتو ستره ډېره راښویېدلې او د نږدې سیمې کورونه، خېمې او موقتي استوګنځایونه یې لاندې کړي دي.
د ژغورنې ډلې لا هم د خاورو او کثافاتو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
د پېښې ځای د دارالسلام په سیمه کې د کوناکري له سترو کثافاتو اچولو ځایونو څخه دی.
د ګیني حکومت څو ورځې وړاندې د باراني موسم پر مهال د دې سیمې د خطر له امله د کثافاتو د ځای د تړلو او بلې سیمې ته د انتقالولو پلان اعلان کړی و.

