ډېر لوستل شوي

غزه کې د اوربند تر سیوري لاندې بیا هوايي بریدونه؛ ماشومان هم شهیدان شوي

د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې د اسراییلي پوځ د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه د یو څلور کلن ماشوم په ګډون دوه کسان شهیدان او اووه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د الزوایده ښارګوټي یوه استوګنیزه ودانۍ د اسراییلي پوځ له خبرداري وروسته په هوايي برید کې په نښه شوې او په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

 په برید کې څلور کلن ماشوم محمد عبدالسلام طه هم ټپي شوی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې. دویم برید د نصیرات کډوالو پر کمپ شوی دی.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د امریکا په منځګړیتوب اوربند نافذ شوی، خو اسراییل د اوربند له پلي‌کېدو وروسته هم په غزه کې مرګوني بریدونه کوي.

اړوند خبرونه