ډېر لوستل شوي

ایران: د اقتصادي جګړې د دوام پرمهال به له خلیج فارس څخه د تېلو صادرات ودرول شي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، محسن رضايي خبرداری ورکړی، که د امریکا اقتصادي فشارونه او هغه څه چې تهران یې «اقتصادي جګړه» بولي، دوام وکړي، له خلیج فارس څخه به د تېلو صادرات په بشپړه توګه ودرول شي.

رضايي ویلي، په دې صورت کې به «حتی یوه څاڅکی تېل» هم د هرمز تنګي او یا د خلیج فارس له نورو لارو صادر نه‌شي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د امریکا په اقتصادي فشارونو کې د هر هېواد ګډون یا ملاتړ به ایران د «جګړه‌ییز اقدام» په توګه وبولي.

د رضايي دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي فشارونو او بندیزونو پر سر ترینګلتیا زیاته شوې ده.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او له دې لارې د تېلو د صادراتو احتمالي درول کولی شي د سیمې او نړیوالو انرژۍ بازارونو ته جدي اغېز ورسوي.

اړوند خبرونه