ډېر لوستل شوي

روسیه: د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو یو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر علیموف ویلي، که له مسکو څخه غوښتنه وشي، روسیه چمتو ده چې د ایران پر وړاندې د روانې جګړې د پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ وکړي.

علیموف روسي «ایزوستیا» ورځپاڼې ته ویلي، د مسکو دا دریځ د فارس خلیج د امنیت په اړه د روسیې له نوې او تازه شوې طرحې سره هم تړاو لري.

مسکو غواړي د ایران د جګړې په هواري کې د ډیپلوماټیک منځګړي په توګه رول ولوبوي او د فارس خلیج د امنیت لپاره خپله طرحه د سیمه‌ییز ثبات د یوې لارې په توګه مطرح کړي.

 روسیه مخکې هم د ایران د جګړې د درولو او د خبرو له لارې د بحران د حل غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه