ډېر لوستل شوي

ایران او عمان بیا د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خبرې پیل کړې

ایران او عمان د هرمز تنګي د لنډمهاله سمندري دهلېز په اړه خبرې بیا پیل کړې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دواړو هېوادونو د کښتۍ‌چلونې لپاره د یوه لنډمهاله ګډ دهلېز د جوړولو او د دغه مسیر د ماینونو د پاکولو په اړه خبرې او هوکړه کړې ده.

د هرمز تنګي د مدیریت په اړه دا هڅې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له خنډ سره مخ شوې او د دغه ستراتیژیک سمندري مسیر له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم له امنیتي خطرونو سره مخ دی.

ایران او عمان غواړي د یوه لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز له لارې د هرمز تنګي د کښتۍ‌چلونې لپاره زمینه برابره او د ماینونو د پاکولو چارې تنظیم کړي.

اړوند خبرونه