ډېر لوستل شوي

د نیپال او تبت پر پوله خونړي سېلابونه؛ له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه لا هم ورک دي

د نیپال او د چین د تبت ترمنځ په سرحدي سیمو کې سختو ناڅاپي سېلابونو او ځمکښوېدنو پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي چې له امله یې تر ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور لا هم ورک دي.

د نیپال چارواکو ویلي، یوازې په دغه هېواد کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر کسان ورک دي. په ورکو شویو کسانو کې سلګونه بهرني سیلانیان او مذهبي زیارت کوونکي هم شامل دي چې د هند، امریکا، بریټانیا، اسټرالیا او کاناډا اتباع پکې دي.

سېلابونو د نیپال په شمالي سیمو کې کورونه، سړکونه، پلونه او د برېښنا تاسیسات له منځه وړي او د ژغورنې چارې یې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

د چارواکو په وینا، د ناورین اغېزمنه سیمه د غرختونکو او مذهبي زیارت کوونکو ترمنځ مشهوره ده.

اړوند خبرونه