ډېر لوستل شوي

بېل ګېټس: که پر مصنوعي ځیرکتیا محدودیتونه ونه لګېږي، زیانونه یې له ګټو ډېرېدای شي

د مایکروسافټ شریک بنسټګر بېل ګېټس خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ باید له جدي محدودیتونو او نړیوالو مقرراتو سره مل وي، ځکه که یې د پراختیا او کارونې لپاره مناسب چوکاټ جوړ نه‌شي، د دې ټکنالوژۍ احتمالي زیانونه ښايي له ګټو ډېر شي.

ګېټس په یوه شاوخوا ۶۰۰۰ کلمیزه مقاله کې ویلي، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د انسانانو لپاره د فرصتونو او پرمختګ ستره وسیله وګرځي، خو په ورته وخت کې د دندو له منځه تلو، نابرابرۍ، ناوړه استفادې، سایبري ګواښونو، ناسمو معلوماتو او د انسانانو پر فکري وړتیاوو د منفي اغېزو خطر هم لري.

هغه وړاندیز کوي چې حکومتونه دې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره داسې قوانین جوړ کړي چې د انسانانو مهم رول خوندي پاتې شي.

ګېټس ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی باید یوازې د ټکنالوژۍ د پرمختګ له زاویې ونه کتل شي، بلکې د انسانانو د کار، اقتصاد او ټولنې د ساتنې لپاره باید له وړاندې نړیوالې او عملي تګلارې جوړې شي.

هغه د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې څارنې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

اړوند خبرونه