ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍڅخه ۵۹ تنه منسوبین فارغ شول. دغو منسوبینو د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځي دوه میاشتنې زده کړې بشپړې کړې.
مسوولینو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه. د ملي دفاع وزارت مسوولینو ویلي: مجاهدین باید د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي، ځکه پر دغه کړنه الله (ج) مکلف ګرځولي یو. د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړئ، دا نظام دالله ج یو امانت دی چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی.
فارغو منسوبینو ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې به د اسلامي نظام چوپړ کوي.
د یادونې وړ ده چې ملي دفاع وزارت تر دې دمخه هم په ځلونو لسګونه زره منسوبین له بېلابېلو عقیدوي، پوځي او مسلکي څانګو فارغ کړي دي