ډېر لوستل شوي

افغان او مالیزیایي چارواکو د تخنیکي همکاریو پر پراختیا بحث کړی 

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي ريیس، شعیب بریالي په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر، نقیب الله احمدي په ملتیا د دغه هېواد دفاع وزارت د سکرتر جنرال له مرستیال «داتوک محمد یاني» سره کتلي دي.

د افغان سفارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د دې کتنې پرمهال د افغانستان – مالیزیا د اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې «شعیب بریالي» او «داتوک محمد یاني» همداراز د دفاع وزارتونو ترمنځ په روزنیزو او تخنیکي برخو کې د همکارۍ پر پراختیا بحث کړی دی. د یادولو ده چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي ريیس، شعیب بریالي تر دې مخکې د مالیزیا له ځینو نورو چارواکو سره هم د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ناستې کړې دي.

اړوند خبرونه