ډېر لوستل شوي

سېنټکام: د ایران د سمندري کلابندۍ په لړ کې د ۸۲ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل شوی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وایي، امریکايي ځواکونو تر دې دمه د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ د پلي‌کولو په لړ کې د ۸۲ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی دی.

سېنټکام زیاته کړې چې دا اقدامات د ایران د بندرونو د کلابندۍ اړوند مقرراتو د رعایت په موخه شوي دي.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، امریکايي ځواکونو درې سوداګریزې بېړۍ له فعالیت څخه هم غورځولې او دوه نورې یې تلاشي کړې دي.

دا اقدامات داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سیمې په اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ پر سر ترینګلتیا دوام لري او د هرمز تنګي وضعیت یې له مهمو مواردو څخه دی.

اړوند خبرونه