ډېر لوستل شوي

د ایران او امريکا تازه ادعاوې؛ “د هرمز تنګي بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی”

د ایران سپاه پاسداران د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ورورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول د دوی په لاس کې دی او د دغه مهم سمندري مسیر وضعیت د ایران تر څار لاندې دی.

سېنټکام تر دې مخکې ویلي وو چې امریکايي ځواکونو د ایران د سمندري کلابندۍ د پلي کولو په لړ کې د ۸۲ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی او یو شمېر نورې بېړۍ یې هم درولې او تلاشي کړې دي.

ایراني چارواکو امریکايي مشران تورن کړي چې د هرمز تنګي په اړه د ناسمو معلوماتو او څرګندونو له لارې هڅه کوي، څو د انرژۍ پر نړیوالو بیو اغېز وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دې تنګي د کنټرول او د سوداګریزو بېړیو د تګ‌ــ‌راتګ پر سر ترینګلتیا په وروستیو کې زیاته شوې ده.

اړوند خبرونه