ډېر لوستل شوي

د نیپال او تبت مرګوني سېلابونه؛ نږدې ۳ زره کسان لا هم ورک دي

د نیپال او د چین تبت ترمنځ د تېرې اوونۍ له ویجاړوونکو سېلابونو وروسته، نږدې ۳ زره کسان لا هم ورک دي چې له ډلې یې له ۵۰۰ ډېر بهرني وګړي دي.

د رویټرز راپور له مخې، په دې ناورین کې لږ تر لږه ۶۶۹ کسان په نیپال او اووه کسان په تبت کې مړه شوي دي. سېلابونو پراخې سیمې ویجاړې کړې او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

ویل‌کېږي چې دغه ناورین د یوه یخچال د نړېدو له امله رامنځته شوی چې له کبله یې د غرنیو سیمو په سیندونو کې ناڅاپي او ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي دي.

نیپال له نړیوالې ټولنې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې او اټکل کوي چې د زیانمنو سیمو د بیارغونې لګښت به له څلورو تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې ورسېږي.

د نیپال او تبت په غرنیو سیمو کې وروستیو سېلابونو پراخ بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي. د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي او د زرګونو ورکو کسانو د برخلیک په اړه لا هم اندېښنې شته.

اړوند خبرونه