متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د هرمز تنګي په لارک جزیره کې د ایران د توغندیو توغولو دوه اډې په هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي. د امریکا په وینا، په دغو اډو کې د ایران د سپاه پاسداران غړي د سمندري ماینونو لرونکو توغندیو د توغولو لپاره د چمتووالي په حال کې وو. دا له یوې میاشتې خاموشې جګړې وروسته لومړی هوایي برید و چې امریکا پر ایران وکړ.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان تیم هوکینز ویلي چې امریکايي ځواکونو د یکشنبې سهار وختي په لارک جزیره کې د توغندیو د توغولو دوه اډې په نښه کړې دي.
بلخوا، د ایران دولتي خبري او تلویزیوني سازمان د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی چې پر لارک جزیره د امریکا په برید کې یو شمېر ایراني پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې د برید په اړه به ځواب ورکړي او د برید مسؤلین به مجازات کړي.
د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس، ابراهیم عزیزي، هم پر لارک جزیره د امریکا د برید په غبرګون کې ویلي چې دغه اقدام به بېځوابه پاتې نه شي. عزیزي پر اېکس شبکې لیکلي چې د ایران د ارادې بیا ازمویل به د امریکا او اسرائیل لپاره پر ماتې تمامه شي. نوموړي د ایران له لوري د دردونکي او ویجاړونکي برید خبر ورکړی و.
ورته مهال، د فاکس نیوز یوه خبریال پر اېکس شبکې د یوې امریکايي سرچینې له قوله ادعا کړې چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې، ځینو عربي او ایراني رسنیو د اردن په سوېل کې د عقبه سیمې په شاوخوا کې د څو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو راپورونه ورکړي وو، خو اردني چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو د علت او ویجاړیو په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي. ایراني رسنیو هم ادعا کړې چې اردن کې یې امریکایي اډې ویشتي او د لارک جزیرې غچ یې اخیستی دی.

