د ایران سپاه پاسداران وايي، یوه ستره نفتوړونکې بېړۍ چې غوښتل یې د هرمز تنګي له جنوبي مسیر څخه تېره شي، له دوو سمندري ماینونو سره له لګېدو وروسته د سختې اورلګېدنې له امله په بشپړه توګه تم شې ده.
د ایران دولتي ټلوېزیون د سپاه سمندري ځواکونو په حواله ویلي، یاده بېړۍ د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره د ایران له لوري ټاکل شوي مقررات نه وو مراعات کړي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي امنیتي مقررات نقض کړي، له ورته برخلیک سره به مخ شي.
د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ پر سر د ایران او نړیوالو ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو اوونیو کې زیاته شوې ده.

