ډېر لوستل شوي

د پوتین او شي جین‌پینګ ليدنه؛ د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو ولسمشرانو د نړۍ پر حالاتو، په نړیواله کچه د شته ستونزو پر زیاتېدو او ځينو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

شي جین‌پینګ وویل چې سره له دې چې په نړیوال نظام کې ناڅرګند وضعیت تر سترګو کېږي خو د چین او روسیې اړیکې لا هم روښانه راتلونکی لري او د دغو اړیکو بنسټونه به لا پیاوړي شي.

دغه راز، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

اړوند خبرونه