ډېر لوستل شوي

ایران کې د واده پر مراسمو د امریکا هوايي برید؛ ۵ ملکیانو پکې ژوند بایللی او له ۶۰ ډېر ټپیان شوي

د ایران د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک سیمه کې د امریکا هوايي برید له امله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکي وایي، د برید پرمهال هغه کور په نښه شوی چې د واده مراسم پکې روان وو.

د سیریک سیمه‌ییزو چارواکو د ټپیانو شمېر ۶۳ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي.

بل لور ته، د امریکا پوځ وایي چې په وروستیو بریدونو کې یې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو اړوند هوايي دفاعي سیستمونه، رادارونه، سمندري تجهیزات، د ماین اېښودلو وړتیاوې او مخابراتي تاسیسات په نښه کړي دي.

له دې سره، ایران هم د امریکا د بریدونو په ځواب؛ په اردن، بحرین او عراق کې امریکايي اهداف په نښه کړي دي.

اړوند خبرونه