ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس، شعیب بریالي او په اندونیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر، مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونو له چارواکي «حمکا ست راجو باسا» سره کتلي دي.

د افغان سفارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي او همداراز د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې همداراز دواړو لوریو په افغانستان کې د شته اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې فرصتونو او په هېواد کې د امنیت او ثبات د وضعیت په اړه معلومات وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه