ډېر لوستل شوي

مادورو له امریکايي محکمې د نشه‌يي توکو د قاچاق قضیې د رد غوښتنه کړې

د وینزویلا له واکه ګوښه شوی ولسمشر نیکولاس مادورو له یوې امریکايي محکمې غوښتي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو پرې لګېدلي تورونه لغوه کړي.

مادورو استدلال کړی چې نوموړی د یوه خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه د نړیوال قانون له مخې له قضايي تعقیب څخه مصونیت لري او پر وړاندې یې د امریکا قضايي اقدام قانوني بنسټ نه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه تورونه په منهتن کې د امریکا په فدرالي محکمه کې ثبت شوي او همدا قضیه د روان کال د جنورۍ په درېیمه د امریکا د ځواکونو د کاراکاس د عملیاتو او د مادورو د نیولو له مهمو حقوقي بنسټونو څخه بلل شوې ده.

د هغه مدافع وکیل ټینګار کړی چې مادورو باید د خپل رسمي دولتي مقام له امله له محاکمې مصونیت ولري.

که د مادورو د قضیې د رد غوښتنه ناکامه شي، ټاکل شوې د هغه محاکمه د ۲۰۲۷ کال د جون په لومړۍ نېټه پیل شي.

اړوند خبرونه