ډېر لوستل شوي

نتنیاهو: د ایران حکومت د نسکورولو لپاره هڅې روانې دي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، دوی د ایران حکومت د نسکورولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او د اسراییلو ټول اړوند سیستمونه د نوموړي تر لارښوونې لاندې پر همدې هدف کار کوي.

نتنیاهو له «ای۲۴» نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د ایران پر وړاندې د اسراییلو عملیات لا پای ته نه دي رسېدلي.

نوموړي زیاته کړې: “زموږ ټول سیستمونه زما تر لارښوونې لاندې د دې رژیم د نسکورولو او ماتولو لپاره کار کوي.” هغه ادعا کړې چې د ایران حکومت کمزوری شوی او اسراییل به د هغه د ماتولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نتنیاهو همداراز ویلي چې اسراییلي پیلوټان هر وخت ایران ته د ستنېدو وړتیا لري او د ده په وینا، د ایران پر وړاندې د اسراییلو ماموریت لا بشپړ شوی نه دی.

اړوند خبرونه