د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن ښايي ډېر ژر په ایران کې د «کلنګ غر» په نښه کړي.
ټرمپ ویلي، یاد غر د ایران د نطنز د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته څېرمه موقعیت لري او په کې دوه ژور تونلي کمپلکسونه جوړ شوي دي.
نوموړي روانه جګړه د امریکا لپاره «نسبتاً کوچنۍ موضوع» بللې او ټینګار یې کړی چې اوسنی وضعیت پوځي شخړه ده. ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې له ایران سره په روانو نښتو کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران تر دې وړاندې څو ځله خبرداری ورکړی چې د هر ډول برید ته به یې سخت ځواب ورکړي.
د نطنز اټومي تاسیسات د ایران د یورانیمو د غني کولو له مهمو مرکزونو څخه دي، او د دې سیمې په غرنیو برخو کې د ژورو تونلونو شتون د پوځي او اټومي تاسیساتو د خوندي کولو په تړاو د پام وړ بلل کېږي.

