د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف افرېدي وايي، له افغانستان سره د تګ راتګ د دروازو تړل کېدو له امله تر اوسه شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی دی.
افرېدي په لنډي کوتل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، له یاد زیان څخه ۱.۶۴۴ میلیارد ډالره د صادراتو او شاوخوا ۸۱۷ میلیون ډالره د وارداتو په برخه کې اوښتي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو دوامداره تړل کېدل د دواړو لوریو پر سوداګرو او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
دا په داسې مهال ده چې له اسلاماباد سره د کابل سوداګرۍ بندولو له امله د پاکستان حکومت او سوداګرو ته بېساری زیان رسېدلی دی.

