ډېر لوستل شوي

پوتین د ټرمپ له استازو سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر لارو خبرې کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرملېن ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړو استازو، سټیو ویټکوف او جرد کوشنر، سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دغه ناسته څه باندې درې ساعته روانه وه او د جګړې د سیاسي حل او د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر لارو چارو پکې بحث شوی دی.

دا لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې ځنډېدلې خبرې بېرته فعالې کړي.

په ورته وخت کې، روسیې د کې‌یف پر ښار د ۷۲ ساعتونو لپاره د بریدونو د ځنډولو امر کړی او اوکراین هم د مسکو پر ضد د خپلو بریدونو درول منلي دي.

خو د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره لا هم مهم اختلافات پر ځای دي او د پوتین او امریکايي استازو له ناستې وروسته د کومې مشخصې سولې هوکړې اعلان نه دی شوی.

اړوند خبرونه