ډېر لوستل شوي

د پوتین له لیدنې وروسته؛ د ټرمپ استازي کې‌یف ته رسېدلې

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او جارډ کوشنر د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې کې‌یف ته رسېدلي دي.

دواړو امریکايي استازو تر دې سفر یوه ورځ وړاندې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر درې ساعتونو ډېرې خبرې کړې وې.

د سپینې ماڼۍ په وینا، په دې لیدنه کې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه مهم پلانونه مطرح شوي دي.

کې‌یف ته د ویټکاف او کوشنر سفر د امریکا د هغو هڅو په دوام کې ترسره کېږي چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې بېرته فعالې کړي.

زلېنسکي له امریکايي استازو سره خبرې «مهمې او اساسي» بللې او د درې اړخیزو مذاکراتو لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.

تر اوسه د دغو لیدنو په پایله کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه کومه مشخصه هوکړه نه ده شوې، خو امریکايي چارواکي تمه لري چې د راتلونکو اوونیو په ترڅ کې د نویو مذاکراتو د پیل لپاره عملي ګامونه اعلان شي.

اړوند خبرونه