ډېر لوستل شوي

د هرمز تنګي په اړه د ایران نوې طرحه؛ له عمان سره نوې سمندري لار جوړوي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، تهران به په راتلونکو څو ورځو کې د هرمز تنګي ته څېرمه یوه نوې محدوده سیمه اعلان کړي.

رضايي ویلي، ایران له عمان سره د کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوې نوې سمندري لارې پر جوړولو هم هوکړې ته رسېدلی او د دې لارې جزیات به هم په نږدې ورځو کې اعلان شي.

د هغه په وینا، د نوې لارې یوه برخه به د عمان او بله برخه د ایران په اوبو کې وي.

د ایران دا اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا روانه ده.

 ایران تر دې مخکې ویلي و چې د تنګي د وضعیت د بدلون لپاره به له دوی پرته بل چاته اجازه ورنه کړي.

اړوند خبرونه