ډېر لوستل شوي

مولوي مجاهد: کابل په ډیپلوماټیکو مرکزونو بدلېدونکی دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې پلازمېنه کابل په دې وروستیو کې د ګڼو بهرنیو ډیپلوماټانو او ځانګړو استازو کوربه دی. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې کابل ته په دې وروستیو شپو ورځو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال مشر په ګډون د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیې او نورو هېوادونو ګڼ ډيپلوماټان او استازي راغلي دي.
دغه شان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده په مشرۍ یو افغان پلاوی د ازبکستان په ترمذ کې په یوه مهمه غونډه کې د ګډون لپاره یاد ښار ته تللی دی.
د مولوي مجاهد په قول، دا ټول پرمختګونه او له بهرنیو هېوادونو سره راشې درشې دا روښانوي چې اسلامي امارت په سیمه ییزه او نړیواله کچه منل شوی دی او ډیپلوماټيکې اړیکې ورسره شته. بل پلو، دغو راشو درشو له اقتصادي اړخه هم ښې پایلې لرلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد زیاتوي: دا چې ځينو فکر کاوه، افغانستان به منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي، له هېوادونو سره به اړیکې نشي تامینېدلی، نو دا ډول تصور ناسم ثابت شوی.
د ښاغلي مجاهد په وینا اوس جوته شوې چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې مخ پر وړاندې ګامونه اخلي او یادې هڅې به لا ګړندۍ او اغېزمنې شي.
.

اړوند خبرونه