ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکي چې د ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون ته د جذب په موخه له ۲۵۲۲ تنو داوطلبانو څخه د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.
دا ازموینه د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض د ملي پوځي اکاډمۍ د څلور کلنو زده کړو لپاره واخیستل شوه. ملي دفاع وزارت ددغې ازموینې له روڼوالي پوره ډاډ ښیي.
ددې ازموينې د پیل په مراسمو کې د ازموینو د ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني، د یاد پوهنتون مرستیال شیخ نور محمد خجندي او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.
له یادو ۲۵۲۲ تنو څخه به ۲۵۰ تنه داوطلبان د شرایطو په پوره کولو سره د دغې اکاډمۍ څلور کلنو زده کړو ته لاره ومومي