د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار امېد راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوې رېکشا له الټو موټر سره ټکر وکړ.
د احرار په وینا، په دې پېښه کې د رېکشا دوو سپرليو ژوند له لاسه ورکړ او د الټو موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

