د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلوبردي ویلي، د افغانستان اوږدمهاله ثبات د منځنۍ اسیا له امنیت او دايمي پرمختګ سره نه بېلېدونکی تړاو لري.
تیلوبردي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ۸۱مه غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانستان ته بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې بشري مرستې نهشي کولای د بېوزلۍ، بېځایهکېدو او پر مرستو د تکیې کړۍ ماته کړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ له افغانستان سره د عملي، همغږي او ګام پر ګام تعامل ملاتړ کوي.

