د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر تګلارو نیوکه کړې ده.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان په تړاو د پاکستان تګلارې د افغانانو د هوساینې لپاره د شهباز شریف د ژمنتیا په اړه شکونه راولاړوي.
نوموړي زیاته کړې چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند هم د پاکستان د دغو تګلارو له ډلې څخه دی.
د خلیلزاد څرګندونې وروسته له هغې کړې چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د افغانستان د یو شمېر کورنیو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

