د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې د یاقوتو له کانونو لیدنه کړې ده.
ياد وزارت وایي، ملا بدري د دې لیدنې پر مهال د جګدلک د یاقوتو کانونو د چارو بهیر له نږدې ارزولی او د قراردادي شرکت «اریانا هایلنډ» له مسوولینو څخه یې د تړون له مخې د شویو ژمنو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بدري همداراز، د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو د جدي پاملرنې ټینګار کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک سیمې د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدلي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

