د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي چې د یادې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۶ زره ۱۰۵ هېوادوالو ته د پېژندپاڼو حضوري او ناحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په یاده موده کې په حضوري ډول ۵ زره ۴۲۶ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۵ زره ۴۱۲ کسانو ته مثنا پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د دې ترڅنګ ۵۳ زره ۹۹۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې لیکلي چې سږ کال تر دې دمه ۸ زره ۸۷۶ بهرمېشتو هېوادوالو ته په ناحضوري ډول نوې پېژندپاڼې او ۲ زره ۸۱۰ کسانو ته مثنا پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

