ډېر لوستل شوي

هلمند کې د ۲۴۹ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیول شوې

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند اووم نمبر سرحدي محمدي لواء ځواکونو د هلمند د مارجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ۲۴۹ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د مطبوعاتي دفتر وايي، دا درمل د درېیو سراچه ډوله موټرو په وسیله لېږدول کېدل چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د یادې لواء ځواکونو له لوري درول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه