ډېر لوستل شوي

سږ کال نږدې ۸۳۰ زره هېوادوالو الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي

د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۲۷ زره ۶۰ کسانو الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کې ۶۰۰ زره ۵۴۶ یې نارینه او ۲۲۶ زره ۵۲۴ یې د ښځینه‌وو پېژندپاڼې شاملې دي.

د خبرپاڼې له مخې په یاده موده کې تر ټولو زیاتې الکترونیکي پېژندپاڼې (۲۳۲ زره ۶۹۶) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې له کابل وروسته هرات د ۷۴ زره ۱۸۰، ننګرهار د ۷۱ زره ۸۲۵، کندهار د ۴۷ زره ۲۶۰ او بلخ د ۳۶ زره ۲۷۵ پېژندپاڼو په ترلاسه‌کولو سره هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې الکترونیکي پېژندپاڼې هېوادوالو ته پکې وېشل شوې دي.

اړوند خبرونه