د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند سيمه کې د یو شمېر وسلهوالو د تحرکاتو په غبرګون کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات ترسره شوي دي.
د ياد وزارت په وینا، د داعش خوارجو او «شر او فساد» اړوندو څو ډلو د پاکستاني ملیشو په ملاتړ د ډیورنډ له فرضي کرښې اوښتې او افغانستان ته دننه شوې وې.
دفاع وزارت ويلي، په ترسره شویو عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي، په داسې حال کې چې د پاتې کسانو یو شمېر بېرته د ډیورنډ هغې غاړې ته تښتېدلي دي.
دا وزارت زياتوي چې په دې پېښه کې ډېری ښکېل کسان د تېر حکومت نظامیان وو چې پاکستان ته له انتقال او پوځي روزنې وروسته د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره نورستان ته را استول شوي وو.
د دغه وزارت په خبره، پاکستان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ هڅه کوي، څو افغانستان ناامنه کړي.
د افغانستان دفاع وزارت له ځوانانو او پخوانیو نظامیانو غوښتي چې د وسلهوالو ډلو او د پاکستان د استخباراتي ادارو په فعالیتونو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

