ډېر لوستل شوي

حیرتان دوه‌‌لارې کې پر څه باندې ۲۲ زره جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي 

د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني د بلخ ولایت حیرتان په دوه‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه صنعتي پارک په شمال کې د صنعتي ودې، کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، پانګونې پراختیا او د کارموندنې فرصتونو د رامنځته‌کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخې او منظمې ساحې پکې په پام کې نیول شوې دي.

کور او ښار جوړولو وزارت لیکلي چې په یاد پارک کې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، مېوو پروسس، درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي ‌وي ‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د وسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به پکې ځای پرځای کېږي.

*”د تفصیلي پلان له مخې، د صنعتي فعالیتونو ترڅنګ د پانګوالو، صنعتکارانو او کارکوونکو د اړتیاوو لپاره سوداګریز او خدماتي مرکزونه، اداري ساحې، روغتیايي مرکزونه ، ښوونځی، مدرسه، تخنیکي او مسلکي انستیتیوت، جوماتونه، تفریحي پارکونه، د باربري موټرو تمځایونه، د اور وژنې او امنیت مرکزونه، د تېلو ټانک، د درنو بارونو تله او نور اړین تأسیسات هم په پام کې نیول شوي دي.”*

د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي چې د یاد وزارت له لوري د دغه ډول تفصیلي پلانونو برابرول او منظورول د هېواد د متوازن ښاري او صنعتي پرمختګ، د معیاري زیربناوو د رامنځته‌کولو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د منظمې فضاء د برابرولو په موخه د وزارت د مسلکي او پلان‌جوړونې هڅو یوه برخه ده.

اړوند خبرونه