د افغانستان بانک وایي چې د دغه بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې ده.
د افغانستان بانک مسوولینو د دې هوکړې موخه د افغانستان مالي سکتور پیاوړتیا، اسلامي مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراختیا او د هېواد د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو منظم چوکاټ رامنځته کول بللي دي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې چې په دې سره به د یاد بنسټ له لوري پنځو بانکونو او یوې د وړو تمویلاتو مؤسسې ته د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت بلاعوضه مرستې ورکړل شي، ترڅو د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل په برخه کې ترې استفاده وشي او دا لړۍ به دوام ولري.
د یادولو ده چې د دې هوکړې پر بنسټ به د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د رامنځتهکولو او د هغوی د تمویل په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته هم پاملرنه وشي.

