ډېر لوستل شوي

خلیلزاد: پاکستان باید «دوه‌ګونې لوبه» پای ته ورسوي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د تېرو ۳۰ کلونو تجربه ښيي چې له وسله‌والو ډلو د ملاتړ په اړه د پاکستان د څرګندونو او عملي اقداماتو ترمنځ لوی توپیر ده.

خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان دغه «دوه‌ګونې لوبه» باید پای ته ورسېږي او اوس د نوې پاڼې د پرانیستلو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان اقتصادي همکاریو او پرمختګ ته اړتیا لري او پاکستان باید هوکړه وکړي چې خپله خاوره به د نورو هېوادونو د امنیت پر وړاندې د ګواښ لپاره نه پرېږدي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې وړمه ورځ په نورستان کې د پاکستان له خاورې سلګونه وسله‌وال کسان دې خوا رااوښتل، خو د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي وو.

اړوند خبرونه