د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې یوه پلاوي د اوزبیکستان په ترمز ښار کې د دې هېواد د تخنیکي مقرراتو ادارې له مسوولينو سره د تخنیکي همکاریو او سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
ياده اداره وايي، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو د له منځه وړلو، له نړیوالو معیارونو سره د افغانستان د کورنیو معیارونو د همغږۍ، د لابراتوارونو د پراختیا او د تخنیکي همکاریو د هوکړهلیک د وروستيکولو په اړه بحث شوی دی.
د اوزبیکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې مسوولينو په ورته مهال د تخنیکي مقرراتو او اندازهګیرۍ په برخو کې د افغان متخصصانو د روزنې لپاره خپله چمتووالی هم څرګند کړی دی.

