د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه پلاوي د سرطان ناروغانو لپاره د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.
د يادې خونې په وینا، دغه روغتون به په لومړي پړاو کې د ۱۰۰ بسترو په ظرفیت جوړېږي او موخه یې د سرطان ناروغانو، په ځانګړي ډول بېوزلو او اړمنو کسانو ته د تشخیص او درملنې زمینه برابرول دي.
د خونې اجرائیه پلاوي د طرحې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، د دې روغتون له جوړېدو څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی او طرحه یې د مطلق اکثریت په رایو تصویب کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د روغتون د ځمکې، نقشې او ډیزاین، طبي تجهیزاتو، تخصصي څانګو، لګښتونو او مالي سرچینو، د خصوصي سکټور د مشارکت او د روغتون د شفاف او دايمي مدیریت د څرنګوالي د ارزونې لپاره به یو مسلکي او باصلاحیته کمېټه هم جوړېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه ویلي، دغه پروژه به یوازې د یوې ادارې یا شخص پروژه نه وي، بلکې د افغان سوداګرو، پانګوالو، خیریه بنسټونو او خلکو په ګډه همکارۍ به پلې شي.

