د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره يوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۱۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۷۵۴ تنه کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستانه او ثبت شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، له تورخم څخه ۴۱ کورنۍ د ۲۲۷ غړو په ګډون، له سپینبولدک څخه ۱۱ کورنۍ د ۶۹ غړو په ګډون، د ورېښمو پل له لارې ۱۱۳ کورنۍ د ۴۵۲ غړو په ګډون او د اسلامکلا له لارې ۶ کورنۍ د ۲۵ غړو په ګډون هېواد ته راستنې شوې دي.
کمېسیون وايي، په همدې ورځ ۸۵ کورنۍ چې ۴۸۷ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۹۶ کورنیو سره مالي مرستې هم شوې دي.
راپور زیاتوي چې راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي او په ترڅ کې یې ۵۵ سیمکارټونه وېشل شوي او سلګونه ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.
همداراز، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

