ډېر لوستل شوي

سږ کال له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه نږدې ۱۱ سوه الوتنې شوې 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د ۱۱۱ کارګو په ګډون نږدې ۱۱ سوه الوتنې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې یادې کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو لخوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوې دي.

ټرانسپورټ وزارت لیکلي چې د دې الوتنو له لارې ۷۵۳۵.۰۹۷ ټُن توکي وارد او صادر شوي، او ۹۶۵ مسافروړونکو کارګو الوتنو شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټُن توکي لېږدولي دي.

سرچینې لیکلي چې د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر و، اوس ۱۰ ډالرو ته راښکته شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مسوولینو په وینا چې د ځمکنيو خدمتونو فیس، چې مخکې د هر ټن لپاره ۹۶ ډالر و، اوس ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی او پر دې سربېره د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره په اړوندو خدماتو کې ۲۵ سلنه تخفیف او د غیرمنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.

اړوند خبرونه