ډېر لوستل شوي

“له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو غونډه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا لومړیتونه د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو او بیارغونې، د زده‌کړو کیفیت لوړولو، د ښوونکو مسلکي ظرفیت پياوړي کولو، د درسي نصابونو معیاري کولو، د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کولو، په لرې پرتو سیمو کې زده‌کړو ته د لاسرسي اسانولو، د درسي کتابونو چاپ او توزیع او د ښوونیزو مرکزونو د تجهیزولو اړوند وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ په دې غونډه کې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د پوهنې وزارت د لومړیتوبونو شریکېدل مهم بللي او په وینا یې چې په دې سره به دوی خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول تنظیم او تطبیق کړای شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د اسلامي امارت د سکټوري ادارو لومړیتوبونو شریکېدل به لومړیتوبونه له سرچینو، مرستې له اړتیاوو او پراختیا له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.

اړوند خبرونه