عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت له لوري د کابل په وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره «لاپراسکوپيک» جراحي خدمات پیل شوي دي.
روغتیا وزارت لیکلي چې په دې سره به ناروغانو ته د عصري جراحي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
د خبرپاڼې له مخې، لاپراسکوپيک جراحي د اوسني عصر مطابق عصري جراحي کړنلاره ده چې د بدن د لوی عملیات پرځای د بدن په څو کوچنیو برخو کې د کېمرې او ځانګړو جراحي وسایلو په مرسته کېږي، او له عمليات وروسته د ناروغ د درملنې بهیر لنډېدای او په روغتون کې د بستر اړتیا هم راکمېدای شي.
عامې روغتیا وزارت ویلي چې له دې مخکې په عاجل ابن سینا، رابعه بلخي او استقلال روغتونونو کې لاپراسکوپيک جراحي خدمات پیل شوي وو، او د دغو خدمتونو پراختیا د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د عصري جراحي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

