د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په نیمروز بندر کې د معیار او کیفیت امریت تخنیکي پلاوي شاخوا ۴۲ ټُن کمکیفیته لمریزې تختې (سولر) بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې مسترد شویو لمریزو تختو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له اړین کیفیت څخه برخمنې نه وې.
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل کمکیفیته توکي بېرته صادروونکو هېوادونو ته ورګرځولي وو.
یادې ادارې بار بار له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.

