ډېر لوستل شوي

ناروې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو صندوق ته ۲.۶ میلیونه ډالر ورکړي

ناروې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي صندوق سره د ۲.۶ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

د یاد صندوق له لوري د ناروې د مرستې هرکلی شوی او ویل شوي چې د ناروې دوامداره ملاتړ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ګډې هڅې پیاوړې کوي او افغان ټولنو ته د لا ډېر ملاتړ زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو او زیان‌منو افغانانو د ملاتړ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او مرستندویو بنسټونو مالي مرستې راټولوي.

اړوند خبرونه