ډېر لوستل شوي

هکرانو د امریکا د جګړې وزارت د نږدې درې میلیونه کسانو معلومات افشا کړي

د امریکا جګړې وزارت خبر ورکړی چې د دې وزارت د پرسونل د معلوماتو یوه سیستم د سایبري برید له امله له پراخ امنیتي نفوذ سره مخ شوی چې په پایله کې یې د نږدې ۳ میلیونه پوځي او ملکي کارکوونکو حساس معلومات افشا شوي دي.

د راپورونو له مخې، په افشا شویو معلوماتو کې د شاوخوا ۲.۷۶ میلیونه ژوندیو او ۲۹۴ زره مړو کسانو د هویت او کاري سابقې اړوند معلومات شامل دي.

امریکايي چارواکي وایي، هکرانو د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې دغو معلوماتو ته لاس‌رسی درلود او د فایلونو د شریکولو په یوه سیستم کې یې له امنیتي زیان څخه ګټه اخیستې ده.

بل‌خوا، د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌ای) هم د خپلو استخدامي سیستمونو د هک‌کېدو خبر ورکړی او د کارکوونکو د معلوماتو د خوندي کولو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

امریکايي چارواکي وایي، تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې ښيي له افشا شویو معلوماتو ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

اړوند خبرونه